- نوومبر 23, 2020
- Posted by: AMIP Team
- Category: مطبوعاتي اعلامیې

د افغان مخکښو ښځو د سولې غونډې (۲۰۲۰ کال) په ترڅ کې د ولایتونو، کابل او د بهر مېشتو افغانانو څخه یو شمېر ښځو په دغه تاریخي ناسته کې برخه اخیستې وه او یو ځل بیا یې د سولې غوښتنه وکړه. دغه ناسته د افغان ښځو شبکې له خوا د ټول شموله سولې لپاره د افغانستان میکانیزم په مرسته ترسره شوه، چې د یو لړ ګډو دريځونو په څرګندولو سره پای ته ورسېده او په کې راغلي، موږ د افغانستان میرمنې یو د بل تر شاه ولاړې یوو او په یوه خوله خپل پیغام وړاندې کوو. موږ همداراز هغه رولونو ته هم اشاره کوو چې ښځې یې د سولې بهېر کې لوبولی شي او په ګډه مو دغه اعلامیه چمتو کړئ. دغه اعلامیه به د افغانستان سولې بهېر کې اوسنیو ښکېلو خواوو او په همدې توګه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مرکچي پلاوي، طالبانو او نړیوالې ټولنې سره شریکه شي.
د افغان مخکښو ښځو د سولې غونډه د جګړې نشتون ته سوله نه وایي بلکې سوله د هر ډول تاوتریخوالي او زورزیاتي څخه پاکه، انساني کرامت ته درناوی، عدالت، بشری حقونه او ښځو او د ټولو وګړو یوشانوالي، ته وایي. په دې برخه کې اقتصادي او ټولنیزه پراختیا او همداراز سوله ایزه ژوند کول هم ضروري ګنل کېږي.
په نږدې راتلوونکې کې به نړۍ او افغانستان د جینوا کنفرانس شاهدان وي چې د افغانستان لپاره ډېر مهم کنفرانس ګنل کېږي. د یوناما د وروستي رپورټ پر بنسټ د سولې خبرو اترو له پېل راهیسې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي تلفاتو په شمېر کې زیاتوالی راغلی. ښځینه فعالانې، مدني ټولنې او خبریالان د هدفي وژنو تر برید لاندې راغلي او د کورني بيځایه شویو او کډوالو شمېر مخ په زیاتېدو دی. حال دا چې، موږ د تاوتریخوالي پای ته رسېدلو لپاره د خبرو اترو بریالیتوب غواړو؛ خو وېره لرو چې د سولې لپاره د ښځو حقونه قرباني نشي.
د افغانستان جګړه کې د ښځو له مرکزیت څخه انکار نشي کېدلی او نه هم د پامه غورځېدلی شي او خلک د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه ګوري چې د افغانستان سولې کې ملاتړې ملي، سیمه ایزې او نړیوالې خواوې د ښځو، سولې او امنیت برخو کې خپلې نړیوالې ژمنې څنګه پوره کوي او په همدې توګه د سولې بهېر پایله کې د ولسواکۍ، بشري حقونو او بیان ازادۍ خوندیتوب لپاره د لاسلیک شویو نړیوالو کنوانسینونو ژمنو باندې څنګه عمل کوي.
په افغانستان کې د سولې بهېر او تر سولې څخه وروسته د لومړیتوبونو په توګه زموږ ګډ دریځونه په لاندې ډول دي:
اوربند
په افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدل او د ملکي کسانو مرګ ژوبله نور د منلو وړ موضوع نه ده او دواړو خواوې ته ځانمرګي، بمي چاودنې، هوايي او شپنیو بریدونه زیان رسوي او د افغانستان خلک د ژوند او اقتصاد بیرته راګرځېدو لپاره خوندي چاپيریال ته اړتیا لري او دغه باور باید د افغانستان خلکو ته د سولې خبرو اترو په ترڅ کې ورکړل شي.
سربېره پر دې، افغان ښځې د مذاکرې د دواړو خواوو څخه غواړي چې د سولې خبرو سره باید هممهاله تاوتریخجن بریدونه ترسره نکړي. دغه دوه کړنې یوازې د سولې بهېر د کمزوري کولو او د سولې بهېر باندې د خلکو باور راکمولو سبب ګرځېدلی شي. د سولې خبرو اترو موخه باید اوربند نه وي بلکې اوربند باید د سولې بهېر لپاره لار هواره کړي.
موږ غواړو چې:
د مذاکرې اړخونه باید د خلکو سره کلکه ژمنه وکړي چې دوی به د مذاکراتو د اغیز لپاره د تاوتریخوالي کارول دروي.
- سمدستي، دوامداره او تلپاتی اوربند
- د اوربند د څار او تایید میکانیزم رامینځته کړي او د څار برخه کې ښځې، قربانیان او د مدني ټولنې ډلې شاملې وي.
- سیمه ایز او نړیوال هېوادونه او په ځانګړي توګه ډېر نفوذ لرونکي هېوادونه باید د تاوتریخوالي درولو لپاره فشار زیات کړي او د افغانستان د خلکو او په ځانګړي توګه د سمدستي او دایمی اوربند لپاره د ښځو د دې غوښتنې ملاتړ وکړي.
- نړیواله ټولنه باید د اوربند او د مدني ټولنې په مرسته د اوربند د څار څخه تضمین وکړي.
قربانیان
زیات شمېر کورنیو او ټولنو خپل د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي او درنه مرګ ژوبله ملکي خلکو ته اړول شوې او د تاوتریخوالي دوام د ملکي کسانو د تلفاتو لامل شوي چې زیات شمېر یې ښځې او ماشومان دي. په همدې ټوګه د افغان امنیتی ځواکونو کورنیو ته هم زیاته مرګ ژوبله اړول شوې او په ټوله کې د افغانستان خلکو زیان لیدلی.
د مخکښو افغان ښځو غونډې برخه والو درک کړئ چې د قربانیانو او کورنیو څخه یې باید ملاتړ وشي او ډاډ ترلاسه شي چې غچ اخېستل دوام پیدا نکړي او د سولې بهېر کې د قربانیانو او د هغوې د کورنیو غږ له پامه و نه غورځېږي.
- د قربانیانو، پاتې کورنیو او شبکه سره باید رښتنې تعامل شتون ولري او په خبرو اترو او د سولې بهېر په چارو کې هغوی غږ واوریدل شي.
- د مذاکرې خواوې باید د قربانیانو د نیوکو او غوښتنو اورېدلو او مذاکراتو ته یې د لېږد لپاره د هغوې سره لیدنې ترسره کړي او باید ډاډ ترلاسه شي چې ټولې خواوې (حکومت او طالبان) د قربانیانو له موضوعاتو خبر وي.
- Ø قربانیان باید د مرستې او بیا ځواکنۍ میکانیزمونو کې شامل شي تر څو د اړتیا وړ اسانتیاوې او ملاتړ ترلاسه کړي.
عدالت
د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو څخه زیات شمېر یې په جنګي جنایتونو او بشري حقونو جدي سرغړونه باندې تورن وو، د باور رامینځته کولو لپاره د اوربند یا اورکم سبب نشو. دغه چارې طالبانو ته مشروعیت ورکړل او وهڅول شول چې د ملکي کسانو په وړاندې بریدونه ډېر کړي.
- دولت باید د قانون پلي کېدو فرهنګ دود او پرځای یې د معافیت فرهنګ له منځه یوسي چې د انتقالي عدالت د کمزوري کولو او تېره تاتریخجنه ماضي بیا راګرځوي.
- د مذاکرې دواړه لوري باید د انتقالي عدالت په اقداماتو سلا شي چې د سولې په هر ډول هوکړه کې د یوې برخې په توګه د پخلاینې او سوله ایزې ټولنې سبب شي او همداراز د حقیقت موندنې کمیسیون او د زیان د ورکړئ میکانیزم رامینځته شي.
امنیت
د امریکایي ځواکونو واردمخه وتلو او افغاني دفاعي قوتونو باندې اضافي فشار سره د افغانستان خلک د ناامنیو زیاتېدلو څخه ویره لري. ناامني به د مهاجرو او داخلي بیځایه شویو وګړو د ډیریدو سبب شي او همدارنګه به هدفي بریدونه پر مدني ټولنو، دښځو حقونو پر مدافعینو او خبریالانو زیاتې شي.
ښځې باید د پولیسو په محافظت باور ولري او د ګواښونو او ډارولو په صورت کې ددوی غږ ته ځواب ورکړل شي.
- حکومت باید د ملکی پوليسو وړتیا لوړه کړي چې د ښځو او نارینه وو بشري حقونه په مساوي توګه خوندي کړای شي.
- زیان منونکو ښځو، بشري حقونو مدافعانو، خبریالانو او نورو وګړو د ملاتړ لپاره وړیا لارې چارې، سرپناه او امن خونې برابرې کړي.
- دښځولپاره امنیتي، دخطر کمولو او د امنیت اوسایبري پلانونو جوړولو لپاره زده کړیز امکانات برابر شي.
منطقوي او نړیوال توافق
ومنل شي چې سیمه ایز او نړیواله هیوادونه د سولې خبرو اترو دملاتړ او سولې هوکړې ته د افغانانو د رسېدلو په برخه کې مثبته ونډه ولري. ګاونډیو ملکونو او ځینې نورو ملکونو زمونږ مهاجرو ته خپلو ملکونو کې ځای ورکړی، خو دا پدي معنی نده چې د هغوی څخه ناسمه سیاسي ګټه پورته کړي، چې ددې کړنې باید مخنیوی وشي.
- منطقوي او نړیواله هیوادونه، په ځانګړې توګه هغه هیوادونه چې ډېر نفوذ لري، باید دتاوتریخوالي ژر تر ژره درولو، اوربند ټینګولو او مذاکراتو کې د حُسن نیت هڅولو لپاره زور واچوي.
- منطقوي او نړیواله هېوادونه باید د دوه اړخيزه او څو اړخيزه هوکړه لیکونو، (لکه د استانبول پروسه، دوه اړخیزه امنیتي هوکړه لیک، د سهیلي آسیا هیوادونو سره د پناه غوښتونکو په هکله دری اړخیزه هوکړه لیک، د کلمبو هوکړه لیک) دبشپړې اجرا لپاره خپله ژمنتیا په ډاګه کړي.
ټول شموله مذاکرات
ومنل شي چې دسولې خبرې اترې ډیرې حساسې دی، باید ونه درول شي، اوباید مخ په وړاندې لارې شي. دافغانستان نه بهر دخبرو اترو دایریدل ، دهغو د روڼتیا، لاسرسۍ او حساب ورکولو په هکله د خلکو د اندېښنې سبب کیدای شي. دسولې خبرې اترې د خلکو باور ته اړتیا لري.
ومنل شي چې خپلواکه مینځګړی ګټور بلل کېږي، ټولشمولوالی او میکانیزمونه په مذاکراتو او دهغو په پایلودباور زیاتوي، دښځو لاډیر ګډون ضروري ګڼل کېږي او د غوره شمولیت او دجنسیتي تبعیض مینځه وړلو معنی لري. خبرو کې دښځو ګډون، د سولې توافق وروسته سیاسي بهیر کې د ښځو ونډې باندې مثبته اغېزه لري.
- اوسنیو خبرو اترو په جریان کې پراخه او د لا ډیرو اړخونو ګډون نظر کې ونیول شي.
- په پروسه کې یوه ښځه او یو نارینه د مینځګړي په توګه شتون ولري.
- لږ تر لږه دیرش سلنه ښځې دخبرو ټولو پړاوونو کې، او وروسته له هوکړې، ونډه ولري.
- مدني ټولنه باید د مذاکرې پروسه کې ځانګړی پلوي ولري چې ټولنیز، جغرافیایي، جنسیتي استازیتوب وکړای شي.
- ښځې باید دسولې پروسه کې دا لاندې رول ولوبوي: مذاکرې بهیر کې مستقیم ګډون، نظارتي او یا تخنیکي کمیټه کې فعالیت، د مدافعینو او فعالانو په حیث، یا دسولې میز او نورو اړونده مراجعو ته مشورې ورکول.
- دجندر یوه تخنیکي کمیټه، د ملي او نړیواله متخصصینو په ګډون، وګمارل شي څو چه د مذاکرې مینځګړو ته د جندر په هکله تخنیکي ملاتړ ورکړي.
ولسواکي او ښه حکومتولي
د ولسواکۍ اصول د ښځو د پیاوړي کولو فرصت ډېروي او د ښځو د وضعیت او حقونو د خوندیتوب احتمال زیاتوي. په یوه کثرت ګرا حکومت کې د ښځو، لږکیو، د قومونو او ځوانانو تنوع مثبت ګام بلل کېږي.
جنسیتي سهمیه باید په بشپړه توګه تطبیق او پراختیا ومومي، ښځې باید لږ تر لږه ۳۰ سلنه بستونه په ټولو انتخابي ادارو او کلیدي بنسټونو کې په واک کې ولري و ټولې سیمه ایزه شوراګانې باید وټاکل شي او په برخه کې هم دیرش سلنه ښځې برخه ولري.
د افغانستان تمویلوونکي د فساد سره مبارزې، ښه حکومتولۍ او ولسواکۍ برخه کې د پام وړ پایلو غوښتونکي دي او په دې برخه کې دې د مدني ټولنې بنسټونو ته مرکزي رول ورکړل شي.
- گفتگوهای صلح باید متضمن حقوق اساسی، ارزش ها و آزادیهای مدنی به شمول آزادی بیان، رسانه و بیان باشد و در توافق صلح تضمین شده باشد.
- د سولې خبرې باید بنسټیز حقونه، ارزښتونه او مدني ازادي د بیان ازادۍ په ګډون تضمین کړي او همداراز د سولې په هوکړه کې دې هم تضمین شي.
.
اړتیا ده چې فساد سره د مبارزې لپاره د مدني ټولنې، حکومت او نړیوالې ټولنې ګډ میکانیزم رامینځته شي.
د ښځو مدني ټولنې پياوړي کول
ښځینه مدني فعالانې، سوله رامینځته کوونکي ښځې او د ښځو حقونو پلویان د سترو ننګونو سره مخ دي په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې ډیپلوماتیک، سیاسي، اخلاقي او مالي ملاتړ ته اړتیا لېدل کېږي ترڅو ښځې وکولی شي چې د خپلو حقونو او ارزښتونو څخه ساتنه وکړي. په همدې توګه د جګړه خپلو هېوادونو لپاره د جنسیتی مساواتو او د ښځو حقونو پروګرامونو دوه اړخیزه مرستو برخه کې تر ۴.۵ سلنه کموالی راغلی.
- سیمه ایز او نړیوال هېوادونه باید په افغانستان کې د ښځو، سولې او ټیکاو په ګډون د ښځو د یووالي د پیاوړو کولو او د بېلابېلو ننګونو سره د مقابلي په موخه د ښځو اېتلاف د رامینځته کولو لپاره خپلې مالي مرستې زیاتې کړي.
- د ښځو مدنې ټولنې باید د مذاکراتو او د تطبیق، څار او د مرستې او بیا ځواکنمولو میکانیزمونو او په همدې توګه د هوکړې څخه وروسته د پالیسۍ جوړونې بهېر کې ونډه ولري.