د ټول شموله سولې لپاره د افغانستان میکانیزم مطبوعاتي اعلامیه

د افغانستان مدنی ټولنه ویاړي چې نن د ټول شموله سولې لپاره د افغانستان میکانیزم پرانیزي او رسمي موجودیت یې اعلانوي.

د مدني ټولنې د ټول شموله سولې لپاره د افغانستان میکانیزم یو نوی، نوښتګر، خپلواک، بې پرې او د پراخ ګډون ملاتړی میکانیزم دی چې د مدني ټولنې له خوا رامنځته شوی. د دې میکانیزم موخه د سولې مذاکراتو کې د افغان  ښکېلو اړخونو سره د ټول شموله او تلپاتې بهېر رامنځته کولو کې مرسته ده ترڅو وکولی شي چې د شخړې هر اړخیزه او دوامداره حل لپاره لار هواره کړي. دغه میکانیزم په ځانګړي توګه غواړي چې د بین الافغانی سولې مذاکراتو کې د مدني ټولنې او افغانانو فعال ګډون سره مرسته وکړي څو د غږ اوریدو څخه یې ډاډ ترلاسه شي.

د افغانستان مدني ټولنه د بین الافغاني مذاکراتو د پیل او د سولې بهېر کې د فعاله ګډون په موخه خپل چمتوالی نیولی وو. د همدې لپاره یې یو خپلواک، ټول شموله او بې پلوه میکانیزم رامینځته کړ، چې په منظمه، سیستماتیکه، دوامداره او رغنیزه توګه د افغانستان مدني ټولنې او عامو افغانانو نظرونه او وړاندیزونه په مستقیمه توګه د مذاکرې میز ته ولېږدوي.

ټول شموله میکانیزم په رسمي توګه وروسته تر هغې رامینځته شو، چې د افغانستان مدني ټولنې په بروکسل کې د ټول شموله سولې بهېر او محتوا لپاره اساسي اصول د ۲۰۲۰ کال د مارچ میاشتې په شپږمه نېټه خپاره کړل. د اساسي اصولو سند د تېرو درېیو کلونو په ترڅ کې د افغانستان د ټول شموله سولې په اړه د نشر شویو مهمو اسنادو تر بیاکتنې وروسته ترتیب شوی او د مشورتي غونډو له لارې د افغانستان د ۱۵۰ مدني ټولنو استازو، دیني عالمانو، ښځو، ځوانانو، بهر میشتو افغانانو او د ټول افغانستان څخه د جګړې زیانمنو شویو کسانو او همداراز په اروپا کې د مېشتو افغانانو له  ۱۷ استازو سره پرې بحث او سلا مشورې شوې دي.

د لا وضاحت لپاره باید وویل شي چې دغه میکانیزم کومه موسسه نه ده بلکې یو نوې تخنیکي میکانیزم دی چې د سولې بهېر د لا اغیزمنتیا لپاره رامینځته شوی دی. دغه میکانیزم د مدني ټولنې او یا سیمه ایزه مذاکرې پرځای کار نه کوي او په دې برخه کې سیالي هم نه کوي، بلکې پرځای یې د رسمي مذاکراتو او افغانانو ترمنځ، او همداراز د نورو پروسو د نښلولو چارې پرمخ وړي. ټول شموله میکانیزم د بین الافغانی سولې مذاکراتو لپاره اړوند نظرونه او وړاندیزونه په منظمه، دوامداره او د شخړې حساسیت نظر کې نیولو پر بنسټ راټول کړي. په دې توګه به د بین الافغانی مذاکراتو دواړه خواوې او مدني ټولنې وکولی شي چې پر مهمو موضوعاتو او د اجندا کې شامله مسایلو په اړه په سمه توګه نظرونه او وړاندیزونه تیاروي، د سروې، بحث او سلا مشورې له لارې راغوند کړي. د غه میکانیزم په دوامداره توګه ځانګړي لنډ ریپورټونه تیاروي او د بېلابېلو سیمو څخه د مدني ټولنې د نظرونو او وړاندویزونه په برخه کې د ټولو معلوماتو د راغونډولو او پروسس کولو په چاره کې د یوازنې بنسټ په توګه عمل کوي.

ټول شموله میکانیزم به لاندې چارې تر سره کړي:

  • د مدني ټولنې سره سلا مشوره او د نظرونو او وړاندیزونو همغږي کول؛
  • د سلا مشورو د پایلو ترتیب او راغونډول او په رسمي مذاکراتو کې د ګتې اخیستنې لپاره د لنډ مشورتي، پیشنهادي یاداشتونه، غیر رسمي او نا رسمي موقف پاڼو ترتیب؛
  • د اړتیا پر بنسټ د افغان سولې د ملاتړ په برخه کې د افغان او نړیوالو دیني عالمانو اجماع رامینځته کول؛
  • د  جګړې قربانیانو ته د ځوانانو، ښځو او دیني عالمانو په ګډون حضوری شاهدۍ ته زمینه برابرول؛
  • د مدني ټولڼې بنسټونو او نارسمي مذاکره کوونکو ته د معلوماتو د لېږد رالېږد او برابرونکي بنسټ په توګه کار کوي چې له مخې به یې د مذاکراتو په اړه ټولې بې باورۍ له منځه لاړې شي او همداراز به د سولې په بنسټیزه کېدو کې مرسته وکړي؛

د پورته چارو تر سره کولو لپاره دغه میکانیزم اړتیا لري چې په دوامداره توګه د راتلوونکي اجندا په اړه معلومات ترلاسه کړي او په اړه یې د بېلابېلو سیمو څخه د مدني بنسټونو نظرونه او وړاندیزونه راغونډ کړي، ویې ګوري او تر تحلیل وروسته یې د مذاکراتو ښکېلو اړخونو ته وسپاري.

د مذاکراتي خواوو د ملاتړ ډلو او د ټول شموله سولې لپاره د افغانستان میکانیزم ترمنځ به د سلا مشورې یوه پروسه شتون ولري تر څو ډاډ ترلاسه شي چې د اړخونو او پراخو مدني ټولنې بنسټونو ترمنځ د پروسې اړوند معلومات په کنټرول شوي بڼه ولېږدول شي. د دې موخې لپاره به ټول اسناد په دري، پښتو او انګریزي ژبو ژباړل کېږي چې ټول اړخونه دغو معلوماتو ته لاسرسي ولري.

د ټول شموله میکانیزم د رهبرۍ کمېټه په رسمي توګه د مدني ټولنې له خوا ټاکل شوې او دنده ورسپارل شوې ده.  د دې کمیټې په ترکیب کې د افغانستان د ټولو ولایتونو څخه د مدني ټولنې کلیدي فعالان، علما،  ملي سوداګر، قومي مشران، ښځې، ځوانان، د تاوتریخوالي قربانیان، فکري مرکزونه او بهر میشتي افغانان شامل دي تر څو د افغانستان د ټولنې د ټولو قشرونو د رښتیني استازولۍ څخه ډاډ ترلاسه شي. دغه میکانیزم په خپله دارالانشای کې د مسلکي کارکوونکو، مشورتي بورډ، بهر مېشتو افغانانو استازو، تخنیکي کاري ډلو، د افغانستان په اوو زونونو کې سیمه ایزو دفترونو او د عمومي اسامبلۍ درلودونکی دی چې د افغانستان د ټولو مدنې ټولنو پر مخ پرانیستی دی. ټول شموله میکانیزم به په افغانستان او هر بل هېواد چې خبرې اترې تر سره کېږي، فزیکي حضور ولري. 

ټول شموله میکانیزم د سولې خبرو اترو د اعلان څخه را وروسته، د جګړې دواړو خواوو سره اړیکه ټینګه کړه ترڅو دغه میکانیزم د سولې بهېر کې رسمي ونډه واخلي. تر هغه ځایه چې معلومه ده، د بین الافغانی سولې د مذاکراتو په لړ کې به د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو مذاکره کوونکو ټیمونو  او همداراز د مرکچې هېواد ترمنځ کومه ګډه دارالانشا شتون نلري، نو له همدې کبله ټول شموله میکانیزم د مذاکرې دواړو خواوو او حمایوي ډلو سره جلا جلا تماسونه ونیول او تینګار یې وکړ چې دا مسولیت به په برابره، خپلواکه او بې پلوه توګه پر مخ وړي.

د ټول شموله میکانیزم او د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکي پلاوي د بحثونو په لړ کې دا روښانه شوه چې دا حقیقت باید د یو اصل په توګه وپېژندل شي چې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره غوره لار د ټولنې د ټولو قشرونو شاملېدل دي. نوموړي پلاوي همداراز د سولې بهېر کې د مدني ټولنې د ونډې په برخه کې د یو خپلواک او ټول شموله میکانیزم رامینځته کولو اړتیا ته اشاره وکړه. په ځانګړي توګه، دا یې هم وویل چې د دغه میکانیزم په مرسته به افغانان وکړای شي چې خپل نظرونه او وړاندیزونه د مذاکرې دواړو خواوو  ته وړاندې کړي او د مذاکراتو په اړه به هم له مهمو موضوعاتو خبر شي. په پایله کې، د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکي پلاوی او  ټول شموله میکانیزم تفاهم ته ورسېدل چې یاد میکانیزم به د پورته موخې د ترلاسه کولو لپاره د سولې بهېر کې فعالیت وکړي. د میکانیزم د فعالیت د څرنګوالي په اړه بحثونه روان دي چې څنګه د رسمي مذاکراتو له بهېر سره ونښلول شي. 

په ورته وخت کې ټول شموله میکانیزم په دوحه کې د طالبانو له استازو سره تماس ونیو. طالبانو هم ټول شموله بهېر سره لیوالتیا وښوده او په ښکاره توګه یې وویل چې دوی رښتیني سوله غواړي او د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان له بېلابېلو قشرونو  سره خبرې اترې هم د دوی مفکوره ده. دغه موضوع د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ میاشت کې د متحده ایالاتو سره په هوکړه لیک کې هم راغلې. طالبانو څرکنده کړه چې یوازې د ځانګړو او پېژندل شویو ډلو پرځای لازمه ده چې د افغانستان د بېلابېلو قشرونو سره سلا مشورې وشي. همدارنګه طالبانو زیاته کړه چې دوی به د ټول شموله میکانیزم پرمختګ وڅاري او په راتلوونکي کې به هم خپلو خبرو اترو ته په دې اړه دوام ورکوي. ټول شموله میکانیزم چمتو دی چې د طالبانو سره کار وکړي.

دغه میکانیزم به د هر راز شک او بدګمانۍ د له منځه وړلو په پار  د یو خپلواک او بې پلوه میکانیزم په توګه کار وکړي او د مذاکراتو دواړو اړخونو ته به اسانتیاوې برابرې کړي. ټول شموله میکانیزم به د هیڅ غیردولتي سازمان یا د عامه پوهاوي سازمان په توګه کار و نه کړي.دغه میکانیزم د رسمي او غیر رسمی مذاکراتو د نښلون چارې پرمخ وړي او د نیمه رسمي مذاکراتو په کچه به فعالیت کوي. ټول شموله میکانیزم به هڅه وکړي چې د معلوماتو د لېږد په چاره کې د شخړي  حساسیت، د نظر اختلاف، د خطر راکمولو او د جنډر محوریت پر اصل تمرکز وکړي.

ټول شموله میکانیزم  د بین الافغانی مذاکراتو د ملاتړ په برخه له خپلو سرچینو څخه په خپلواکه توګه ګته اخلي او په دې برخه کې خپل لګښتونه خپله پرې کوي.

پای