- دسمبر 10, 2020
- Posted by: AMIP Team
- Category: مطبوعاتي اعلامیې

د ټول شموله سولې لپاره د افغانستان میکانیزم د ننګرهار جلال آباد ښار کې د میرمن ګلثوم ملاله میوند پر هدفي وژنه خواشینی څرګندوي او دغه ناوړه برید په کلکو ټکو غندي.
موږ د ټول شموله سولې لپاره د افغانستان میکانیزم د رهبري کمېټې، ملي اسامبلۍ او دارالانشا په استازولۍ د میرمن میوند کورنۍ او خپلوانو ته خپله ژوره خواشیني او خواخوږي وړاندې کوو.
ملاله میوند د ټول شموله سولې لپاره د افغانستان میکانیزم د رهبرۍ کمېټې د فعالو او ژمنو غړو څخه وه او په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت یوه پېژندل شوې خبریاله وه چې د انعکاس راډیو تلویزیون سره دنده ترسره کوله. نوموړۍ د خلکو د غږ اوچتولو او د هغوې د رښتني ژوند د ښودولو له لارې په افغانستان کې د سولې او د خلکو د حقونو او ازادیو د خوندیتوب لپاره مبارزه وکړه. ډېر د خواشینې ځای دی چې د خپلو باعزتو او ارزښمندو هڅوو په جرم د بې معنا تاوتریخوالي له امله ووژل شوه.
موږ به د میرمن میوند یاد او خاطرې ژوندۍ وساتو او د هغو ارزښتونو ساتلو لپاره به کار وکړو چې هغې یې د خوندیتوب لپاره سخته مبارزه کړئ ده. ډاډه یو چې د میرمن ملالۍ میوند نه ستړي کېدونکي هلې ځلې نه ضایع کېږي .