موږ څوک یو

تاريخچه

د افغانستان د خلکو غږ (VAP) د 2019 کال په مني کې د اړيکو دفتر (TLO)، د پالېسۍ څېړنې او پراختيايي مطالعاتو ادارې (DROPS) او د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې (AREU) د ګډ کنسورټيم په نوښت او همدارنګه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د سولې ملاتړي مېکانېزم (EU APSM) په مرسته په دوبۍ، کابل او نوي ډيلي کې د پرله پسې سټراټيژيکو پلانونو ورکشاپونو په پايله کې رامنځته شو.

د اګسټ له 15 وروسته د لومړي پړاو تمرکز د ا.ا.ا له چارواکو سره په اړيکو رغولو و، چې په ترڅ کې يې د 2022 کال په فبروري کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره هوکړه ليک لاسليک شو. دغه هوکړه ليک د افغانستان د خلکو غږ مېکانېزم سره مرسته وکړه چې خپلو هڅو ته بيا مټې راونغاړي او ددې ترڅنګ په هېواد کې د عامه مشورتي ناستو ترسره  کولو لپاره رسمي اجازه هم ترلاسه کړي.

د افغانستان د خلکو غږ مېکانېزم د يوه خپلواک او بې‌طرفه مېکانېزم په توګه، د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د سيمه‌ييزو، کلتوري او ديني مشرانو، ښځو، ځوانانو، لږکيو او همدارنګه د جګړې قربانيانو په ګډون د افغان مدني بنسټونو اندېښنې، ګټې او لومړيتوبونه راټولوي، ترڅو د افغانستان خلکو او ا.ا.ا ترمنځ د خبرو اترو يو رغنده، بې‌طرفه او غيرحزبي تګلوری چمتو کړي.

VAP د خبرو اترو يو داسې پلټفورم دی چې د مدني ټولنې، غيرمسلح سياسي ډلو او نورو ټولنيزو ډلو اندېښنې او غوښتنې راټولوي او په ملي، محلي، ولايتي او سيمه‌ييزه کچه يې له اړوندو مسؤلينو سره شريکوي. پر دې سربېره، VAP د فيډبيک يوې داسې دايرې په څېر کار کوي چې د ا.ا.ا مسؤلينو مالومات په کليو او ښارونو کې عامو افغانانو، مدني ټولنو او نورو ټولنيزو ډلو ته رسوي.

د 2022 کال په مارچ مياشت کې VAP د يوازيني مېکانېزم په توګه، په کابل کې د مدني ټولنې لومړنۍ ملي مشورتي ناسته ترسره کړه چې په هغو ستونزو او ننګونو پکې تمرکز شوی و، کومو چې د مدني ټولنو له خوا په لومړيتوب کې ځای درلود. دا د 2021 کال د اګسټ 15 څخه وروسته د خپل ډول لومړنۍ ناسته وه چې ګڼ شمېر ګډونوالو (286 کسانو؛ 88 ښځينه او 198 نرينه‌و) ته پکې د راټولېدو فرصت برابر شوی و، ترڅو په ګډو لومړيتوبونو بحث وکړي او په برخه اخېستونکو نرينه او ښځينه ګډونوالو کې د روښانه راتلونکي لپاره هيلې وغوړوي.

ددې په دوام، د 2022 کال په می مياشت کې، د کابل په تاريخي او مشهور بابر بڼ کې يوه ملي کلتوري برنامه ترسره شوه. ددې برنامې موخه په افغانستان کې د هنري تنوع څرګنداوی او لا روښانه کول وو. په دې غونډه کې د افغانستان له ټولو ولايتونو څخه د 77 ښځينه او 288 نرينه‌و په ګډون 365 کسانو ګډون کړی و. ددې ترڅنګ په غونډه کې د ا.ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو سره د خبرې اترو لپاره هم يو ښه فرصت برابر شوی و، چې په يو لړ مهمو موضوع‌ګانو پکې د ليدلوريو تبادله وشوه.

تر دې راوروسته د جون په 16، د پورته غونډې 60 ګډونوال د ا.ا.ا د رياست الوزا له سياسي مرستيال مولوي کبير سره د ناستې لپاره راوبلل شول، ترڅو له يادې غونډې د لاسته راغلو پايلو پر بنسټ، د افغانستان په اوسني وضعيت د افغان ټولنې ليدلوري او نظرونه تبادله شي. دا شپېته کسيزه پلاوی د ا.ا.ا له تود هرکلي سره مخ شو او د افغانستان د خلکو غږ مېکانېزم څخه يې وغوښتل چې په راتلونکي کې هم د ګډو ليدلورو د تبادلې په موخه، ورته ناستې ترسره کړي.

د VAP کاري طريقه ددې لپاره جوړه شوې، چې د افغاني ټولنې د بېلابېلو قشرونو له خوا د خبرو اترو او ليدلورو د تبادلې غوښتنو ته ځواب ووايي. د بېلګې په توګه: په پورتنیو بحثونو کې ګډونوالو هیله وښوده چې VAP دې په ټول هېواد کې له ورته راټولېدنو ملاتړ وکړي، چې دې غوښتنې ته په ځواب کې VAP د 2023 تر پایه، په ټولو ولايتونو کې د ورته ناستو ترسره کولو لپاره یوه طرحه جوړوي.

همداشان، د 2022 کال د جون او سپټمبر مياشتو ترمنځ، VAP په باميانو، بلخ، کندز، فارياب او بدخشان کې د مدني ټولنو پنځه ولايتي مشورتي ناستې ترسره کړې چې د دايکندي، باميانو، بلخ، سرپل، سمنګانو، کندز، بغلان، فارياب، جوزجان، بدخشان او تخار ولايتونو څخه پکې خلکو ګډون درلود. ددې هرې مشورتي ناستې د ګډونوالو شمېر په منځنۍ کچه کابو 200 کسانو ته رسېده. په ورته حال کې، د 2022 کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه VAP د 30 ښځينه رهبرانو او د اطلاعاتو او کلتور مرستيال وزير د ګډې ناستې کوربتوب په غاړه درلود. د رياست الوزا سياسي مرستيال او پلاوي دواړو دغه ناستې او خبرې اترې ګټورې وبللې. دوی له VAP وغوښتل چې د ورته غونډو په منظمه توګه جاري ساتلو او د ا.ا.ا تر نورو وزارتونو او لوړپوړو پرېکړه کوونکو مسؤلينو تر کچې په غځولو سره، له دواړو لوريو؛ هم د ا.ا.ا او هم افغان مدني ټولنې څخه، په يو بل د باور جوړولو او د شته واټن په له منځه وړلو کې ملاتړ وکړي.

ددې مشورو په پايله کې ټولو ګډونوالو ومنله چې له ا.ا.ا سره د تقابل پرځای تعامل غوره دی. د مشورو په ترڅ کې په ډاګه شوه چې د ا.ا.ا او د ټولنې بېلابېلو قشرونو ترمنځ باور جوړولو ته اړتيا ده او اوسنۍ خلاوې په ورته مشورتي ناستو سره په ښه توګه له منځه تلای شي.

په ټولو ترسره شوو ناستو کې ګډونوالو د افغانستان د خلکو غږ مېکانېزم څخه غوښتنه لرله چې په پرله پسې توګه په ملي او سيمه‌ييزه کچه د ا.ا.ا سره ورته ناستې روانې وساتي او د ا.ا.ا لوړپوړو پرېکړه کوونکو مسؤلينو تر کچې يې وغځوي. دې ليدلوريو او نظرونو VAP اړ کړ چې د افغاني ټولنې له منځه د خلکو غږو راټولولو په موخه، د هېواد هر ولايت او ولسوالۍ ته ورسېږي.

VAP وار له مخه د افغانستان مدني ټولنو بنسټونو (CSOs) سره د اړيکو يوه پياوړې شبکه جوړه کړې او له همدې شبکې سره په ګډ کار غواړي چې د افغانستان ټول ولايتونه، ولسوالۍ او کلي تر پوښښ لاندې راولي. VAP د رهبرۍ کمېټې او مشورتي غړو له ظرفيت څخه په ګټه اخېستو د اووه سيمه‌ييزو استازوليو په مرسته چې ۱۴ (د يوې سيمې په کچه يو نرينه او يو ښځينه) کارکوونکي لري، د هېواد ۳۳ ولايتونو او اړوندو ولسواليو ته د لاسرسي پيداکولو په موخه خپلې اړيکې ټينګوي.

VAP په افغانستان کې د غږونو پراخه تنوع پېژني او دا يو ښکاره واقعيت دی چې د تلپاتې سولې لپاره د شرایطو رامنځته کول، د ټولو هغو خلکو پراخ ګډون او ښکېلتيا ته اړتیا لري چې غواړي غوښتنې او اندېښنې يې واورېدل شي.

VAP د خبرو اترو زمينې چمتو کولو ور اخوا ټولنيز بدلون ليدلوري سره، د افغان ولس او د ا.ا.ا ترمنځ د نېغ په نېغه اړيکو لرلو لپاره يو تګلوری تضمينوي.

VAP اوس‌مهال د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ټول‌ګډونه خبرو اترو مېکانېزم (EU-AIDI) په مرسته د سوېډن د نړيوالې پراختيا ادارې (SIDA) له خوا، د ۲۰۲۴ کال فبروري مياشتې پورې تمويلېږي. VAP او AIDI د هر هغه تمويلوونکي هرکلی کوي چې په مرسته يې وتوانېږي خپله کاري ساحه لا پراخه او ددې ترڅنګ VAP ته د هېواد په سطحه د خبرو اترو زمينې برابرولو په برخه کې لازیاتو غوښتنو ته د ځواب ويلو وړتيا وروبښي.