سيمه‌ييز شريکان

VAP وار له مخه د افغانستان مدني ټولنو بنسټونو (CSOs) سره د اړيکو يوه پياوړې شبکه جوړه کړې او له همدې شبکې سره په ګډ کار غواړي چې د افغانستان ټول ولايتونه، ولسوالۍ او کلي تر پوښښ لاندې راولي. VAP د رهبرۍ کمېټې او مشورتي غړو له ظرفيت څخه په ګټه اخېستو د اووه سيمه‌ييزو استازوليو په مرسته چې ۱۴ (د يوې سيمې په کچه يو نرينه او يو ښځينه) کارکوونکي لري، د هېواد ۳۳ ولايتونو او اړوندو ولسواليو ته د لاسرسي پيداکولو په موخه خپلې اړيکې ټينګوي.